لاهور -- پنجاب حکومت د جمعې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۲ مه) په بهاولپور ضلع کې يو جومات او مدرسه د دې شک په بنياد ضبط کړل چې دا د جيش محمد (جي ایم)، چې يوه وسله واله ډله ده، يو مرکز و.
په دغه بيان کې راغلي، په دې مرکز کې مدرسته الصابر او جامعه مسجد سبحان الله شامل دي. تقريباََ ۶۰۰ زده کونکي او ۷۰ ښونکي دا مرکز کاروي.
دغه بيان څرګندوي چې د پنجاب حکومت د دې مرکز د چلولو لپاره يو منتظم مقرر کړو.
په دغه بیان کې راغلي، دا ګام د هغې يوې پريکړې په رڼا کې واخيستل شو چې د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۱ مه) په اسلام آباد کې د ملي امنیت کمیټۍ (اين ايس سي)، چې وزيراعظم عمران خان يې مشري کړې وه، په ترڅ کې شوې وه.
هند په جيش محمد تور لګولی چې دا د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې د فبرورۍ په ۱۴ مه په یو ځانمرګي برید کې ښکیل ده چې د هند ۴۰ امنیتي پرسونل په کې وژل شوي ول.