اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د ملي امنیت کمیټۍ د پنجشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۱ مه) د جماعت الدعوه (چې حافظ سعید يې مشري کوي) او د هغې په خیراتي څانګې، فلاحي انسانيت فاونډيشن (ايف آی ايف)، په عملیاتو باندې د بندیز حکم جاري کړو.
سعید د هند په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ په تروریستي بریدونو او پلان جوړولو کې تورن دی.
وزير اعظم عمران خان د دغه غونډې مشري وکړه.
په تيره فبرورۍ کې، د هغه وخت صدر ممنون حسین یو داسې قانون لاسلیک کړ چې جماعت الدعوه او ايف آی ايف يې ممنوعه ډلې ګرځولې وې. که څه هم، د دغه قانون ميعاد ختم شوی دی.