د امریکې جنرل د افغانستان د سولې په خبرو اترو کې د پاکستان مثبت رول تاییدوي

پاکستان فارورډ

واشنګټن -- د آمريکې د سنيټ د هغه مسودې له مخې، چې جنرل جوزف ايل ووټل د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۵ مه) د سنيټ د وسله والو خدماتو کمیټۍ ته وړاندې کړه، جنرل جوزيف ايل ووټل، چې د آمريکې د مرکزي کمانډ کمانډر دی، په دې وروستيو کې په دوحه کې د متحده آيالاتو او د طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې د پاکستان د مثبت رول ستاينه وکړه.

هغه تصديق وکړو، "د پاکستان فعالیتونه اکثر په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سیمه ایزو هڅو لپاره د مايوسۍ سرچینه ده." هغه په پاکستان تور ولګوو چې پاکستان په دې کې پاتې راغلی چې څه سخت او یا دايمي ګامونه پورته کړي او يا هغه طالب مشران ونيسي او يا يې وباسي چې د روغې جوړې په هڅو کې همکاري نه کوي."

که څه هم، پاکستان د طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره مرسته کړې ده.

هغه زياته کړه، "پاکستان زموږ د جنوبی آسيا د ستراتیژۍ په پلي کولو کې متحده آيالاتو ته چيلنجونه او فرصتونه وړاندې کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500