د بلوچستان وزير اعلی د يو فعال د مرګ په اړه د تحقیقاتو امر کوي

پاکستان فارورډ

کويټه -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د بلوچستان وزیر اعلی جام کمال خان علیاني د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۳ مه) غوښتنه وکړه چې د ژوب ضلعې کميشنر په ۴۸ ګهنټو کې د پښتنو د حقونو فعال د مرګ په اړه راپور تيار کړي.

آرمان لوني د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲ مه) په لورالايي کې په يوې دهرنا کې په نامعلومه حالاتو کې مړ شو. د هغه کورنۍ او د پښتنو د ساتنې غورځنګ (پي ټي ايم) نورو غړو وویل چې پولیسو هغه ووژلو او د بلوچستان حکومت لخوا یې د تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

د رايټرز له مخې، پولیسو وويل چې لوني د زړه د بريد له کبله وژل شوی و، په داسې حال کې چې د پي ټي ايم یو همکار وويل چې پولیسو د دهرنې د ختمولو لپاره د هڅو په دوران کې هغه ووژلو.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د پولیسو یو چارواکي وويل، په پوسټ مارټم کې د هغه په بدن باندې د صدمې څه نښې نښانې نه دي موندلی شوي.

پاکستاني سیاستدانانو او مدني ټولنو د لوني د مرګ غندنه کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500