په بلوچستان کې د پولیسو په دفتر باندې په يو برید کې ۹ کسان وژل شوي

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۹ مه) په بلوچستان کې د پولیسو په دفتر باندې په يو بريد کې ۹ پاکستانیان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.

محسن بټ، چې په بلوچستان کې د پولیسو انسپکټر جنرل دی، وويل، چې په دغه بريد کې په وژل شويو کسانو کې اته افسران او یو ملکي کس شامل وو. دغه بريد په لورالايې کې د پوليسو ډپټي انسپکټر جنرل په نښه کړی و.

بټ وويل، دغه بريد په دفتر کې د پوليسو کلرکانو لپاره ټسټ په نښه کړو.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر، ضیاء الله لنګووي، وویل چې دوه برید کوونکي ووژل شول. که څه هم، نورو امنیتي سرچینو ډان نیوز تلویزیون ته وویل چې څلور برید کوونکي ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500