کراچۍ -- پولیس په کراچۍ کې د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۴ مه) وویل چې دوی په ملير ضلع کې په نيشنل هايي وی باندې په استخباراتي عملياتو کې د حقاني شبکې يو لوړ پوړی قومندان نیولی دی.
د ملير ضلعې د پوليسو مشر عرفان بهادر پاکستان فارورډ ته وويل، پوليس افسرانو احمد جان، چې د ملا په نوم مشهور و، ونيولو او د هغه نه يې لاسي بمونه او وسلې ترلاسه کړې.
بهادر وويل، "جان هم پخوا د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د هغې د پخواني اورپکۍ ډلې جماعت الاحرار سره تړاو لرلو."
هغه وويل، جان په کراچۍ، کويټه، ډيره اسماعيل خان او شمالي وزيرستان کې د بريدونو په ترسره کولو او پلان جوړولو کې د ترهګرو سره مرسته کوله.