اسلام آباد -- بي بي سي د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۵ مه) راپور ورکړو چې پاکستان د افغان طالبانو یو سينير مشر، حافظ محیب الله، نیولی دی چې په خبرو اترو کې د ګډون لپاره په وسله وال ګروپ باندې فشار راوړي.
محيب الله، چې د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو په حکومت کې د مذهبي چارو وزیر و، په پیښور کې ونیول شو.
که څه هم د نیولو، د دې د نیټې په شمول، تفصيلات روښانه نه دي، دا پيښه د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي سفیر زلمي خلیل زاد لخوا پاکستان ته د پلان شوي سفر نه وړاندې رامنځته شوه. هغه په قطر او متحده عرب اماراتو کې د طالبانو د استازو سره په ګڼ شممير موقعو خبرې اترې کړې دي.
جيو نيوز راپور ورکړو، تمه کېدله چې خليلزاد به اسلام آباد ته د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۶ مه) راورسيږي، خو د هغه سفر وځنډول شو.
په داسې حال کې چې متحده ایالات افغان طالبان تر فشار لاندې راولي چې د افغانستان حکومت سره نيغ په نيغه خبرې وکړي، دا غواړي چې پاکستان دا وسله واله ډله وهڅوي چې په افغانستان کې سیاسي حل ته ورسیږي.