ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې امنيتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۶ مه) څلور ترهګر، د محمد اسلام په شمول، ووژل. محمد اسلام په تير کال کې په اورکزۍ قبايلي ضلع کې د یو ځانمرګي بريد پلان جوړونکی و.
د ډان ورځپاڼې په وینا، دغه شکمن کسان وروسته له هغې ووژل شول کله چې دوی په امنيتي پوځونو، چې د دوی په پټنځای يې بريد کولو، باندې ډزې وکړې.
اسلام د نومبر په ۲۳ مه په کوزه اورکزۍ کې په کلايا بازار کې په امام بارګاه کې د ځان وژونکي بريد پلان جوړلو مسؤلیت لرلو. له ۳۰ څخه زيات پاکستانیان په دغه بريد کې وژل شوي ول.
اسلام د منع شوي تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره اړيکې لرلې.
"داعش هم تیر کال د بمبارۍ مسوولیت پر غاړه واخیستو.