په بلوچستان کې د وسله والو سره په يوې نښته کې ۴ پاکستاني عسکر ووژل شول

ای ايف پي

کويټه -- پوځ وويل، په بلوچستان صوبې کې د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۳۱ مه) د وسله والو سره په نښتو کې څلور پاکستاني نيم پوځي سرتيري ووژل شول او دوه ژوبل شول.

دا پیښه په لورالايۍ ضلعه کې، چې د کویټې شمال ختیځ ته تقريباََ ۲۶۲ کلوميټره لرې ده، رامنځته شوه.

پوځ د دوشنبې په ورځ په يو بيان کې وويل چې پوځیان هغه وخت له وسله والو سره مخامخ شول کله چې دوی د نيم پوځي ځواک په استوګنځي باندې د بريد کولو هڅه وکړه.

په دې جګړه کې څلور سرتیري او څلور بلواګر ووژل شول، چې په دوی کې يو ځان وژونکی بريد کوونکی شامل و.

هيڅ يوې ډلې د دې بريد مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو پخوا بلوچ بیلتون غوښتونکو ډلو او اسلامي وسله والو په امنیتي ځواکونو بریدونه کړې دي.

د دسمبر په مياشت کې، د پاکستان بيلتون غوښتونکی، چې په کراچۍ کې د نومبر په مياشت کې د چاينه په کونسل خانې باندې په یو ځانمرګی برید کې مطلوب وو،په افغانستان کې په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی و.

د بلوچ د آزادۍ پوځ د چاينه په کونسل خانې باندې د برید ادعا وکړه او ويې ويل چې بیجینګ د بلوچ په خاوره کې د پوځي پراختیا په جرم تورن دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500