د کرپشن د تورونو له امله به زرداري بهر ته د سفر کولو نه منع کړی شي

ای ايف پي

پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۷ مه) اعلان وکړو چې دوی به په مني لانډرنګ کې د لاس لرلو د تورونو له کبله پخوانی صدر زرداري بهر ته د سفر کولو نه منع کړي.

د وفاق د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې زرداري او د هغه خور فریال تالپور په هغو ۱۷۲ کسانو کې دي چې د پیسو مینځلو او جعلي بينک اکاونټونو په کارولو کې ښکيل دي.

هغه د هيواد نه د وتلو کنټرول ليست (اي سي ايل) ته په اشاره وويل، "دغه ټول ۱۷۲ نومونه ... به په اي سي ايل کې شامل شي."

زرداري، چې د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۳ پورې صدر و، د پاکستان پيپلز پارټۍ ګډ مشر دی.

د دې هفتې په لومړيو کې، چوهدري وویل چې د تحقیق ګډ ټیم (جی آی ټي) دا ثبوتونه موندلي چې څنګه زرداري د جعلي بينک اکاونټونو او کمپنو له لارې د پيسو تطهير ترسره کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500