بلوچ وسله وال مشر په کندهار کې په يو ځانمرګي برید کې ووژل شو

ای ايف پي

کويټه -- د هغه ډلې تاييد وکړو چې يو پاکستانی بیلتون غوښتونکی، چې په کراچۍ کې د چين په کونسل خانې باندې په برید کې مطلوب و، د نومبر په میاشت کې په افغانستان کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

داسې ښکاري چې اسلم بلوچ د بلوچستان د آزادۍ د پوځ (‌بي ايل ای) مشر و. بي ايل اې په هغه ګڼ شمير وسله والو ګروپونو کې شامل دی چې په بلوچستان صوبه کې جګړه کوي.

دغه ډلې د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۶ مه) په يو بيان کې وويل چې هغه د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۶ مه) د افغانستان په کندهار صوبه کې د څلورو نورو کسانو سره په یوې چاودنه کې ووژل شو.

د کندهار صوبې د پوليسو مشر طادين خان تاييد وکړو چې د صوبې په مرکزي ښار کې يو ځانمرګی برید رامنځته شوی، چې دوه ملکیان په کې وژل شوي دي. يو بل افغان چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې بلوچ او د بي ايل ای دويم غړی د دې برید هدف ول.

هیڅ يوې ډلې د دې بريد مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

څلور کسان هغه وخت ووژل شول کله چې وسله والو د نومبر په میاشت کې په کراچۍ کې د چین په کونسل خانې باندې برید وکړو.

بي ايل ای د دغه بريد مسوليت پر غاړه اخيستی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500