د ايم کيو ايم وژل شوی پخوانی مشر علي رضا عابدي په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- جيو نيوز راپور ورکړو، علي رضا عابدي، چې د متحده قومي مومنټ (ايم کيو ايم) يو سياستدان و، د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۵ مه) د وسله والو لخوا د وژلو نه وروسته د چهارشنبې په ورځ (د دسمبر په ۲۶ مه) په کراچۍ کې ښخ کړی شو.

عابدي د ډيفنس هاوسنګ اتهارټۍ په يو نيبرهوډ کې د خپل کور نه بهر څو ځله په ډزو وويشتل شو. د هغه قاتلان وتښتېدل.

هغه د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی او د ایم کيو ايم پخوانی مشر و.

د ډان د وینا له مخې، امنیتي کارکوونکو د دغه ځای ناکه بندي وکړه او شواهد راټولوي.

د سيند وزیر اعلی مراد علي شاه او د پولیسو انسپکټر جنرل ډاکتر سید کلیم امام د دغې پیښې غندنه وکړه او د راپور غوښتنه يې وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500