متحده عرب امارات به د پاکستان په مرکزي بينک کې ۳ ملیارده آمریکایي ډالره جمع کړي

ای ايف پي

متحده عرب امارات -- دولتي رسنيو وويل، چې متحده عرب امارات به د پاکستان په سټېټ بينک کې ۳ ملیارده آمريکايي ډالره (۴۱۹.۶ میلیارده پاکستانۍ روپۍ) جمع کړي چې د پيسو د ذخيرې په زياتولو کې مرسته وکړي، په داسې حال کې چې هيواد د پيسو د بحران سره مخامخ دی.

وام خبري اژانس وويل، تمه کیږي چې د پراختيا لپاره د ابوظهبي فنډ (ای ډي ايف ډي) لخوا د ۱۱ میلیاردو ډالرو انتقال به په "راتلونکو ورځو" کې ترسره شي.

د ای ډي ايف ډي لخوا يو بیان ته په اشاره سره، د خبرونو دولتي ادارې ویلي چې د دې پیسو موخه د "اسلامي جمهوريه پاکستان د مالي پالیسۍ سره مرسته" کول دي.

دا به په مرکزي بينک کې "د بهرنیو پیسو ذخيره" زياته کړي.

پاکستان د پیسو د بحران سره مخامخ دی. د نومبر په پای کې د روپۍ قميت تقريباََ ۵٪ راټیټ شو، چې د دې نه ورسته په تير کال کې مرکزي بينک په شپږم ځل د روپۍ قميت کم کړو.

پاکستان د سعودي عرب نه هم ۶ ميليارده آمريکايي ډالره (۸۳۹.۲ ميليارده پاکستانۍ روپۍ) ترلاسه کړې او د اکتوبر په مياشت کې وزير اعظم عمران خان د سفر په دوران کې د نغدو پیښو لپاره د ۱۲ میاشتو معاهده وکړه.

اسلام آباد د چین نه هم يو څو ميليارده ډالره قرضه ترلاسه کړه چې د پام وړ زیربنایي پروجيکټونو لپاره پيسې برابر کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه دی

ځواب