پاکستان پلان لري چې د سي ای ايس ای-۱۰۰۰ له لارې تاجکستان ته بجلي برآمد کړي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- د پاکستان نيوز ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ ( د سمبر په ۵ مه) د يو پاکستاني چارواکي له خولې راپور ورکړو، پاکستان پلان لري چې د ژمي په موسم کې د سي ای ايس ای-۱۰۰۰ ځايي بجلۍ لاين له لارې تاجکستان ته بجلي برآمد کړي.

تاجکستان، چې د اوبو په بجلۍ تکيه لري، په ژمي کې هغه وخت د بجلۍ د کمي سره مخامخ کيږي کله چې د دې سیندونه ګنګل شي.

د منځنۍ او سویلي آسیا د بجلۍ د ترسيل او سوداګرۍ پروجيکټ، چې په عمومي ډول د سي ای ايس ای-۱۰۰۰ په نامه یاديږي، په می ۲۰۱۶ کال کې پیل شوی و. د دې پروجيکټ موخه دا ده چې په ګرمۍ کې قرغيزستان او تاجکستان نه اضافي د اوبو بجلي افغانستان او پاکستان ته برابر کړي.

تمه کيږي چې په ۲۰۲۰ کال کې به سي ای ايس ای-۱۰۰۰ پای ته ورسيږي.

کله چې دا پروژه بشپړه شي، نو پاکستان پلان لري چې په ګرمۍ کې د تاجکستان نه ۱۰۰۰ ميګا واټه بجلي د می نه تر سپتمبر پورې درآمد کړي.

د پاکستان د بجلۍ ادارې یو سينير چارواکي د نيوز ورځپاڼې ته وويل، په اسلام آباد کې چارواکي پلان لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بجلۍ د اخیستلو په معاهده کې يو شق شامل کړي چې په ژمې کې د دغه لاين له لارې تاجکستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه بجلي صادر کړي.

پاکستان توان لري چې تقريباََ ۳۰،۰۰۰ میګاواټه بجلي پيدا کړي، او په ژمي کې دا د ۱۱،۰۰۰ نه تر ۱۳،۰۰۰ میګاواټه پورې بجلۍ ته اړتيا لري. چارواکي وويل چې دا توپیر پاکستان ته توان ورکوي چې تاجکستان ته اضافي بجلي برآمد کړي.

تمه کیږي چې سي ای ايس ای-۱۰۰۰ به تر ۱۰۰۰ میګاواټه پورې د بجلۍ د ترسيل توان ولري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500