د امریکې استازی د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د خبرو اترو لپاره اسلام آباد ته راورسید

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور ورکړو چې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۴ مه) اسلام آباد ته راورسيدو چې د سولې او خبرو اترو په بهير کې د طالبانو د شاملولو لپاره د سیاسي او پوځي مشرانو سره غونډې وکړي.

د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۳ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د يو بیان له مخې، خلیل زاد دا سفر یوه ورځ وروسته له هغې وکړو کله چې د امریکې صدر ډونالډ ټرمپ وزیر اعظم عمران خان ته ولیکل او "د افغان جګړې د حل کولو په برخه کې يې د اسلام آباد د مرستې او ملاتړ" غوښتنه وکړه.

خلیل زاد به په خپل سفر کې د افغانستان، روس، ازبکستان، ترکمانستان، بیلجیم، متحده عرب امارات او قطر ليدنه وکړي او دا سفر به د شلم دسمبر پورې جاري وي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت د یو بيان له مخې، "هغه به د افغان حکومت چارواکو او نورو اړوندو ګوندونو سره لیدنه وکړي چې په افغانستان کې د سولې د جامع بهیر ملاتړ وکړي او د دې لپاره اسانتیا رامنځته کړي. دا به افغان ولس پیاوړی کړي چې د خپل هیواد برخلیک وټاکي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500