پاکستان د سخت دريځي تحريک لبيک پاکستان په وړاندې مبارزه کوي

ای ايف پي

لاهور -- د پاکستان پولیسو د شنبې په ورځ (د نومبر په ۲۴ مه) د سخت دریځي عالم خادم حسین رضوي سلګونه پلویان ونیول، چې په دې وروستیو کې یې په هیواد کې د یوې عیسايڼې میرمن، چې په توهين رسالت کې تورن وه، د خوشې کيدو له کبله ګڼ شمير احتجاجونه کړې ول.

د جمعې په ورځ (د نومبر په ۲۳ مه) د رضوي د نیول کيدو نه يو څو ګهنټې وروسته، پولیسو په پنجاب صوبې او د سيند صوبې په کراچې کې د هغه د پارټۍ، تحریک لبیک پاکستان (ټي ايل پي)، د پلويانو په وړاندې مبارزه پيل کړه.

د پولیسو يو سينير چارواکي غلام اظفر مهيسر ای ايف پي ته وویل، پولیسو د جمعې په شپې په کراچۍ کې د رضوي لسګونو پلویان هغه وخت ونیول کله چې مظاهره کونکو د هغوی د مشر د نيولو نه وروسته یو سړک بند کړو او د پوليسو سره په جګړه ونښتل.

د پنجاب د اطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان ای ايف پي ته د هغه د نیولو تايد وکړو.

هغه وويل، "زه تاسو ته دقيق معلومات نه شم درکولی ځکه چې موږ تراوسه پورې معلومات نه دي راټول کړي، خو په پنجاب کې له ۴۰۰ نه تر ۵۰۰ پورې ګرفتارۍ شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500