د مارټر ګولې چاودنې درې ماشومان ووژل

پاکستان فارورډ

سوات -- جيو نيوز د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړو چې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۱ مه) د خیبر پښتونخواه په سوات ضلع کې د مارټر يوې زړه ګولۍ وچاودیده، چې درې ماشومان یې ووژل او څلور یې ژوبل کړل.

پولیس وایي چې دغه مارټر ګوله هغه وخت وچاودله کله چې ماشومانو، چې په مټه تحصیل کې یې د يوې کورنۍ سره يې تعلق لرلو، په يو پټي کې د مارټر ګولۍ سره لوبې کولې.

چارواکو ژوبل شوي کسان په سوات کې مټې هسپتال ته منتقل کړل او تحقیقات یې پیل کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500