په کويټه او کراچۍ کې په چاودنو کې ۵ کسان ووژل شول او ۱۲ کسان ژوبل شول

ای ايف پي

کويټه -- چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۸ مه) په بلوچستان صوبه کې د کويټې په مارګټ سیمه کې په يوې چاودنه کې ۳ نيم پوځي سرتيري ووژل شول او د هغوی څلور ملګري ژوبل شول.

د ایف سي ویاند د نوم د نه ښودلو په شرط ای ايف پي ته وویل، "د سړک په غاړه ښخ شوي چاوديدونکي توکي هغه وخت وچاوديدې کله چې د فرنټير کور (ايف سي) يو ګاډې د دغه ځای نه تيريدو."

د پوليسو او د هسپتال د چارواکو له مخې، يوه بله چاودنه د جمعې په ورځ (د نومبر په ۱۶ مه) د کراچۍ په ملير ضلع کې وشوه چې مرګ ژوبله په کې رامنځته شوه او ملکيت ته يې زيان ورسیدو.

د پولیسو يو سينير چارواکي، عرفان علی بهادر، ای ايف پي ته وویل، "په ټېم شوي آله، چې د ګاډۍ لاندې نصب شوي وه، په زور سره وچاديده، چې په نتيجه کې يې دوه کسان ووژل او اته يې ژوبل کړل."

سيمي جمالي، چې په جناح پوسټ ګریجویټ ميډيکل کالج سنټر کې سينير ډاکټره ده، په کراچۍ کې د ژوبل شويو تایید وکړ او ویې وويل چې دوه ژوبل شوي کسان په نازک حالت کې دي.

که څه هم په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې تاوتریخوالی کم شوی، خو بلوچستان او کراچۍ دواړه د داخلي اورپکۍ او فرقه ایز تاوتریخوالي له خوا ځپل شوي دي.

هیڅ يوې ډلې د دې چاودنې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500