جیش العدل د تښتول شوي ایراني امنیتي پرسونلو ویډیو خپره کړې ده

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- جيش العدل، چې په ایران کې يو تروریستي سازمان دی، د هغه ۱۲ ایراني امنیتي پرسونلو دوه ویډیوګانې خپرې کړې دي چې دغه ډلې د اکتوبر په ۱۶ مه د پاکستان او ایران پولې ته نږدې تښتولې ول.

په لومړۍ ویډیو کې، چې د ټیلګرام په ايپ باندې د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۳ مه) خپره شوه، ایرانیان خپل نومونه او اړیکې بیانوي، په داسې حال کې چې دوی په فرش باندې ناست دي.

په دوهمه ویډیو کې، چې په ورته ايپ باندې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۴مه) خپره شوه، دغه ترهګريزه ډله د پنځو يرغمالانو سره مرکه کوي.

ایران په رسمي ډول د د جيش العدل دغوښتنو ځواب نه دی ورکړی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500