راپورونه وايي چې پاکستاني چارواکو آسیه بي بي د زندان څخه خوشې کړې ده

ای ايف پي

ملتان -- چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د نومبر په ۸ مه) وويل، يوه پاکستانۍ عیسايڼه میرمن، چې اته کاله یې د توهين رسالت په تور د پهانسۍ په انتظار کې جيل تير کړو، د جیل څخه خوشې شوې ده، خو لا تر اوسه په پاکستان کې ده، په داسې حال کې چې بهرني هيوادونه هغې ته د پناه ورکولو وړانديز کوي.

د هغې وکيل، سيف الملوک، ای ايف پي ته په يو پيغام کې وويل، "ما ته ويل شوي چې هغه خوشې شوې ده." "ما ته ویل شوي چې هغه په جهاز کې ده، خو هیڅوک نه پوهيږي چې هغه به چیرته کوزيږي."

د جيل يو چارواکي په پنجاب صوبه کې د ملتان ضلعې ته په حواله ای ايف پي ته وويل، چاراکو د هغې د خوشې کيدو امر د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۷ مه) په ملتان کې په جيل کې ترلاسه کړو، چيرته چې هغه په توقيف کې وه.

انټونيو تاجاني، چې د يورپ د پارلمان صدر دی، په يو ټويټ کې وويل، "آسیه بي بي د جيل نه تللې ده او یو خوندي ځای ته لیږدول شوې ده!"

په ملتان کې د ملکي هوایي چلند چارواکي وویل چې یو کوچنی جهاز د يو څو بهرنيانو او پاکستانيانو سره د بي بي د ترلاسه کولو لپاره ښار ته راغی."

سپريم کورټ د اکتوبر په ۳۱ مه د بي بي سزا ختم کړه، چې له دې کبله اسلامي سخت دريځو د تاوتريخوالي نه ډک احتجاجونه وکړل او د بي بي د وژلو غوښتنه يې وکړه. بي بي په جيل کې وه، په داسې حال کې چې حکومت د سخت دريځو سره خبرې اترې وکړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500