سپريم کورټ د آسیه بي بي د مرګ سزا ختم کړه

ای ايف پي

کراچۍ -- د پاکستان سپريم کورټ د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۳۱ مه) په يو تاريخي کيس کې د آسیه بي بي، چې یوه عيسايڼه مور ده او د توهين رسالت له کبله د مرګ سزا سره مخامخ وه، سزا ختم کړه.

په پاکستان کې د اسلام او پیغمبر (صلی الله عليه وسلم) د سپکاوي د تورونو له کبله احتجاج کوونکي مرتکبين وژلی شي -- او د دې خوشي کیدو نه ژر وروسته سخت دريځو احتجاجونه وکړل.

داسې ښکاريده چې بي بي په دې يقين نه کولو کله چې هغې واوريدل چې چيف جسټس ثاقب نثار هغې ته په لومړي ځل د مرګ سزا اورولو نه تقريباََ اته کاله وروسته د هغې سزا ختم کړه.

بي بي د فيصلې نه وروسته د جيل نه د فون له لارې ای ايف پي ته وويل، "زه چې څه اورم په هغې يقين نه شم کولی، آیا زه به بهر ته لاړه شم؟ آيا دوی به ما واقعي بهر ته پریږدي؟"

د دې فيصلې نه وروسته په ټول هیواد کې په لویو ښارونو کې مظاهرې وشوې، چې تقريباََ ۱،۰۰۰ احتجاج کوونکو، چې ډنډې يې لرلې، په اسلام آباد کې مرکزي سړک او په کراچې ښار کې ګڼ شمير سړکونه د ټريفک لپاره بلاک کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د سبا د چهټۍ په اړه خبرونو ته اړتیا لرم

ځواب