جیش العدل، چې ایرانیان يې نیولي دي، د قيديانو تبادله غواړي

پاکستان فارورډ

کويټه -- تروريستي ډلې جيش العدل د شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۷ مه) د لږ تر لږه ۱۱ ايراني امنيتي پرسونلو د خوشي کولو په بدل کې د غوښتنو یو لیسټ خپور کړو. دغه ايراني پرسونل د اکتوبر په ۱۶ مه د ایران سره د پاکستان د پولې په اوږدو کې نيول شوي ول.

د يو بيان له مخې، ایرانيان په ښه حالت کې دي او وروسته له هغې به خوشي شي کله چې ایران د دغه ډلې غوښتنې پوره کړي.

دا ډله د ایران د جیل نه د "بېګناه بلوچ ځوانانو" خوشې کول او د هغه اقليتي ټولنو په وړاندې د بد چلند ختمول غواړي کوم چې د ایران په سرحدونو کې دننه دي." دا ډله دا هم غواړي چې فرقه ایز او نسلي امتياز دې پای ته ورسول شي او په ټول ایران کې دې د "عدل نظام پلي کړی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500