اسلام آباد -- سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۵ مه) وويل، د طالبانو مشر ملا عبدالغني برادر، چې د طالبانو پخوانې مشر دی او د طالبانو د بنسټ ايښودونکي مرحوم ملا محمد عمر ښي لاس و او د اتو کالو نه د زياتې مودې راهيسې په پاکستان کې په توقيف کې و، خوشی شوی دی.
د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد، په وټس ايپ پيغام کې ای ايف پي ته وويل، "برادر پرون ماسپښين خوشی شو."
برادر، چې د طالبانو لوړ پوړي مشر و او پاکستان د ۹/۱۱ بريدونو راهيسې په توقيف کې ساتلی و، په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ کې نیول شوی و.
د پاکستان د استخباراتو يو نامعلومه چارواکي هم وويل چې "ملا برادر يو څو ورځې مخکې خوشی شوی و."