عمران خان 'کرپټ عناصرو' ته خبرداری ورکوي چې د دوی به احتساب کیږي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړو، د پاکستان وزير اعظم عمران خان د چهار شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۴ مه) قوم ته په خپل خطاب کې ټولو "کرپټ عناصرو" ته خبرداری ورکړو چې د دوی به احتساب وکړی شي.

خان وويل، "يو کرپټ کس به بچ پاتې نه شي." هغه ټينګار وکړ چې هغه د دې لپاره ټاکل شوی چې "کرپټ خلک په زندانونو کې واچوي."

هغه پاکستاني سياستدانانو ته په اشاره سره وويل، "دوی زمونږ نه یوازې اين آر او [د ملي پخلاینې قانون] غواړي."

"زه غواړم چې دوی ته پیغام ورکړم: 'خپل غوږونه کهلاو کړئ، او دا واورئ: تاسو کوڅو ته راوتلی شئ. موږ به تاسو ته کانټینرونه او خوراک درکړو. تاسو چې څه غواړئ په اسمبلو کې کولې شئ... خو هيڅ يو کس به اين آر او ترلاسه نه کړي."

این آر او یو اختلافي قانون و چې په ۲۰۰۷ کال کې پخوانې پوځي حکمران جنرل (ریټايرډ) پرويز مشرف جاري کړی و. دې قانون د حکومت هغه چارواکو ته معافي ورکړې وه کوم چې په کرپشن کې ښکيل ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500