سعودي عرب د مالي بحران د حل لپاره پاکستان ته د ۶ ملیارده آمريکايي ډالرو ژمنه کړې ده

ای ايف پي

ریاض -- د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۳ مه) وویل چې سعودي عرب د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۳ مه) پاکستان ته د ۶ ميليارده آمريکايي ډالرو ورکولو ژمنه کړې چې په زياتيدونکي مالي بحران کې د اسلام آباد سره مرسته وکړي.

دا معاهده هغه وخت ترسره شوه کله چې وزير اعظم عمران خان ریاض ته، چې د سعودي عرب مرکزي ښار دی، د سرمايه کارۍ کانفرنس لپاره سفر وکړو او هلته يې د باچا سلمان بن عبدل عزيز سره لیدنه وکړه.

په يو بيان کې راغلي چې دواړو هیوادونو "موافقه وکړه چې سعودي عرب به د یو کال لپاره ۳ میلیارده آمریکايي ډالره د پیسو د بیلانس برابرولو په برخه کې د مرستې لپاره جمع کړي.

په بيان کې راغلي، "په دې هم موافقه وشوه چې سعودي عرب به د يو کال لپاره د تیلو د وارداتو لپاره د ۳ ميليارده ډالرو پورې پيسې برابر کړي."

پاکستان د پیسو نړیوال صندوق نه هم د مالي بحران نه د وتلو لپاره د قرض ترلاسه کولو هڅه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500