عمران خان: زه به پاکستان د اقتصادي بحران نه راوباسم

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړو، د کمزور اقتصاد سره، وزير اعظم عمران خان د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۰ مه) قوم ته ډاډ ورکړو چې هغه به د پاکستان اقتصاد ښه کړي او دا به د موجوده "سخت وخت" نه راوباسي.

خان د کورونو جوړولو د پروګرام د پیلولو په وخت وویل، چې هغه به د اقتصادي ثبات لپاره د اقداماتو پلان وړاندې کړي.

خان وويل چې پاکستان په اوسني حالاتو کې د ۱۸ ميليارده ډالرو (۲.۲ ټريليونه پاکستانۍ روپۍ) خساره لري. هغه زياته کړه چې دا د ۱۰ نه تر ۱۲ ميليارده ډالرو (د ۱.۲ نه تر ۱.۵ ټريليونو پاکستانۍ روپو پورې) په بيړني توګه قرض ته اړتيا لري. د پیسو د تبادلې نرخ په دې وروستیو کې د ۷٪ نه زیات کم شو.

حکومت پلان لري چې د انټرنيشنل مانيټري فنډ نه د قرض اخيستلو غوښتنه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500