د متحده آیالاتو استازی زلمی خلیل زاد اسلام آباد ته د خبرو اترو لپاره راغی

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ راپور وکړو، زلمی خليل زاد، چې د افغانستان د پخلاینې لپاره د متحده آیالاتو نوی ټاکل شوی استازی دی، د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۹ مه) اسلام اباد ته راورسيدو چې د خبرو اترو میز ته د طالبانو په راوستلو کې د پاکستان ملاتړ ترلاسه کړي.

خليل زاد د افغانستان نه اسلام آباد ته راغې، چيرته چې هغه د صدر اشرف غني او نورو لوړ پوړي چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

ډان ورځپاڼې د پاکستان ريډيو له خولې وويل، په اسلام آباد کې، خليل زاد د بهرنيو چارو سيکرټري تحمينه جنجوعه سره د افغانستان پخلاينې په اړه خبرې وکړې.

خلیل زاد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي سره هم وکتل.

قريشي ژمنه وکړه چې پاکستان به په ددوامداره توګه د افغانستان جګړه په سیاسي توګه حل کولو کې مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500