د مالي عمل کاري ځواک وفد به د اکتوبر په میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- جيو نيوز د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۶ مه) راپور ورکړو چې د مالي عمل کاري ځواک (ايف ای ټي ایف)، چې د ترهګرۍ د تمويل نړیواله څارونکي موسسه ده، وفد به د اکتوبر په میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي چې د چارواکو سره خبرې اترې وکړي چې آیا دا د هيواد د "خړ ليسټ" نه د لرې کولو لپاره سپارښتنه وکړي.

د جون په مياشت کې، ايف ای ټي ايف پاکستان په دغه ليسټ کې د ترهګرۍ د مالي تمويل او د پيسو مينځلو په وړاندې د پاکستان په اقداماتو کې "د ستراتیژیکي نیمګړتیاوې" له کبله شامل کړو.

د مالیې وزیر اسد عمر تیره میاشت سنيټ ته وویل، دغه ادارې پاکستان ته د ۱۵ مياشتو -- د سپتمبر ۲۰۱۹ پورې -- وخت ورکړو چې د دوی شرایط پوره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500