پاکستانیان له سخت امنیت سره د عاشورا ورځ لمانځي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې د جمعې په ورځ راپور ورکړو چې پاکستانیانو د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۲۱ مه) په ټول هیواد کې له سخت امنيت سره د عاشورا د مبارکې میاشتې لسمه ورځ ولمانځله، چې امام حسين، د رسول الله صلى الله عليه وسلم لمسې، او د کربلا نورو شهیدانو ته درناوی وړاندې کړي.

.په تيرو وختونو کې د فرقه ييز تاوتريخوالي او ځانمرګي بريدونو له کبله، د محرم په دوران کې امنیت يوه لويه اندیښنه پاتې شوې ده.

حکومتد عاشورا د جلوسونو د ساتلو لپاره د پولیسو، رینجرو او فرنټير کور په شمول په زرګونو امنیتي پرسونل ځای پرځای کړل.

مخابراتي خدمتونه په ځینو ښارونو کې په جزوي توګه معطل شوي ول، او چارواکو په ډبل سوارۍ (په موټرسایکل باندې غبرګه سوارلي) بنديز لګولی و چې په ځيني ښارونو کې په موتړسايکل باندې د کسانو لخوا د وژلو مخه ونيسي.

هسپتالونه او د امبولانس خدمات چمتو ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500