پاکستان او سعودي عرب د ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په برخه کې ژمن دي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۰) راپور ورکړو چې وزيراعظم عمران خان د سعودي ليډرشپ سره ژمنه وکړه چې د افراطيت او ترهګرۍ د ماتولو لپاره خپله ملګرتيا جاري وساتي.

د اګست په مياشت کې د وزيراعظم جوړيدو نه ورسته، په جده کې د خبرو اترو کولو سره، دا د خان بهر هيواد ته لومړی سفر دی.

خان د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزیز او ولي عهد محمد بن سلمان سره د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۹ مه) د امنیتي مسلو په اړه خبرې وکړې.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې هغه سعودي ليډرشپ ته پاکستان ته د سفر کولو لپاره بلنه ورکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان له مخې، "سعودي ليډرشپ دا وړاندیز اصولاََ په درنښت سره قبول کړو."

دواړو لوریو موافقه وکړو چې سولې او امنيت ته وده ورکړي او پرمختګ، پرمختیا او سوکالي يقيني کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500