د پاکستان خارجه وزیر د خبرو اترو لپاره کابل ته سفر کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ايکسپريس ټريبيون راپور ورکړو چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۵ مه) کابل ته سفر وکړو او په سیمه کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره يې د ولسمشر غني په ګډون د افغان مشرانو سره خبرې اترې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر جوړيدو وروسته، دا د قريشي کابل ته لومړی سفر دی، په داسې حال کې چې آمريکا په پاکستان غږ کوي چې دا د آمريکې سره مرسته وکړي او د خبرو اترو لپاره طالبان مجبوره کړي.

قريشي او د هغه وفد د چیف ايګيزيکيټيو عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره هم خبرې اترې وکړې.

دواړه لوري هڅه کوي چې تعلقات ښه کړي. د دواړو هيوادونو ترمنځ تعلقات په دې وروستيو مياشتو کې د تاوتريخوالي سره مخامخ شوي دي، چې په دې کې په پوله باندې نښتې او د پولې هاخوا ترهګري شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500