عمران خان د هند سره د خبرو اترو غوښتنه کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- د پاکستان وزيراعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۲۱ مه) یو ځل بیا هند ته د خبرو اترو او د سولې د راوستلو لپاره بلنه ورکړه او دا يې د "غربت د کمولو او د برصغیر د خلکو د بهبود لپاره غوره لاره" وګڼله.

هغه په يو ټويټ کې وويل، "د مخکې تلو لپاره پاکستان او هند ته پکار ده چې خبرې اترې وکړي او د کشمیر په شمول خپلې مسلې حل کړي: د غربت د کمولو او د برصغیر د خلکو د بهبود لپاره غوره لاره دا ده چې مونږ خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې ختم کړو او سوداګري پیل کړو."

نوي ټاکل شوي خارجه وزیر شاه محمود قريشي یوه ورځ مخکې څرګنده کړه چې هغه به د هند سره خبرې اترې پيل کړي.

قريشي وويل، "يو ځای کيدل او د سولې په اړه بحث کول زموږ يوازينۍ لاره ده. دا زموږ لپاره ضروري ده چې د جارحيت نه ډډه وکړو او يوځاى خبرې اترې وکړو. موږ پوهېږو چې مسلې سختې دي او په يوه شپه كې نه حل کیږي، خو موږ له پکار ده چې د دې په اړه له يو بل سره خبرې وکړو."

هغه وويل، "موږ د انتقام لاره نه شو اختيارولی. هو، موږ د پام وړ مسلې لرو. کشمير يو حقيقت دى، دا يوه مسله ده چې زموږ هېوادونه يې مني."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500