تمه کیږي چې پمپيو به د سپتمبر په میاشت کې اسلام آباد ته سفر وکړي

پاکستان فارورډ

واشنګټن، ډي سي -- ډان ورځپاڼې د يکشنبې په ورځ (د اګست په ۱۹ مه) راپور ورکړو، تمه کیږي چې د امریکې د بهرنیو چارو سيکريټري مایک پمپيو به د سپتمبر په ۵ مه د پاکستان د نوي مشر سره د خبرو اترو لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي.

د سفارتي او رسمي سرچینو له مخې، تمه کيږي چې پمپيو به د وزیر اعظم عمران خان او د هغه د ټیم سره د دوه اړخيزو ګټو په اړه د خبرو اترو لپاره ليدنه وکړي. دا به د بهرني چارواکي سره د خان لومړۍ غونډه وي.

کيدی شې چې په دې سفر کې په دوو غټو مسلو تمرکز وکړې شي: د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه کول او په افغانستان کې د سولې پروسې په پیلولو کې د آمريکې د هڅو لپاره د پاکستان ملاتړ

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500