د پاکستان د اپوزيشن پارټۍ په انتخاباتو کې د دهاندلۍ خلاف احتجاجونه کوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د پاکستان د اپوزیسشن پارټو د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۸ مه) په اسلام آباد کې د پاکستان د انتخاباتو کمیشن (ای سي پي) نه بهرد جولای په ۲۵ مه په عمومي انتخاباتو کې د دهاندلۍ په وړاندې احتجاج وکړو.

د آزاد او عادلانه انتخاباتو لپاره د پاکستان اتحاد، چې د ۱۱ مخالفو پارټو نوی جوړ شوی اتحاد دی، د دغه احتجاج انتظام کړی و.

د پارټو په سلګونو کارکنانو، او همدارنګه د اپوزیشن ډیرو مشرانو په دې احتجاج کې برخه اخیستې وه. امنیتي کارکوونکو د قانون او نظم حالات تر کنټرول لاندې ساتلې ول.

د اپوزیشن مشران هم پلان لري چې د ملي شورا د لومړۍ ناستې په جریان کې په پارلمان کې دننه او بهر احتجاج وکړي. تمه کیږي چې دا ناسته به د اګست د ۱۲ او ۱۴ نيټې ترمنځه ترسره شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500