ديامير، ګلګت بلتستان -- پولیس د ګلګت بلتستان په ديامير ضلع کې د پنجشنې د ورځې په وروستيو کې ( د اګست په ۲ مه) په روښانه توګه د ۱۲ سکولونو د سوځولو تحقيقات کوي.
نامعلومو بريد کوونکو د شپې دغه سکولونو ته اور ولګولو او وتښتېدل. د دې پيښې له کبله په ځایي اوسیدونکو کې ويره رامنځته شوه.
د ديامير د پولیسو سپرنټنډنټ رويې اجمل له مخې، په دغه ويجاړ شوي سکولونو کې، نيم سکولونه د جينکو ول.
هغه زياته کړه، په ځينو کيسونو کې، بريد کوونکو کتابونه بهر ته وغورځول او اور يې ورته ولګوو.
د ځایی پولیسو له مخې، ټول سکولونه د شپې بند ول، ځکه په دې پيښه کې څوک ژوبل نه شول.
هیڅ يوې ډلې سمدلاسه د دې پیښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستې.