اسلام آباد -- يو وزير د يکشنبې په ورځ (د جولای په ۲۹ مه) وويل، د پاکستان پخوانی وزیر اعظم میاں محمد نواز شریف، چې د دې میاشتې په لومړيو کې د کرپشن د تورونو له کبله جيل ته ليګل شوی و، په جيل کې ناروغه شو او په اسلام آباد کې يو هسپتال ته به منتقل کړی شي.
د کرپشن پر ضد يو عدالت شريف او د هغه لور، مريم نواز شريف، ته د جولای په ۱۳ مه په بریتانیه کې د جايداد لرلو له کبله په ترتيب سره د ۱۰ کالو او اوو کالو سزا ورکړه.
د پنجاب د کورنيو چارو نګران وزیر شوکت جاوید د پاکستان په يو سرکاري ټيلي ويژن باندې وویل چې ډاکټرانو دا وړانديز وکړو چې نواز شریف دې هسپتال ته منتقل کړی شي ځکه چې د هغه په اي سي جي کې ډير "فرقونه" موجود دی.