اسلام آباد -- ډان اخبار راپور ورکړو چې پخواني جسټس سردار محمد رضا، چې د پاکستان د انتخاباتو کميشن مشر دی، د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۲۴ مه) ژمنه وکړه چې آزاد او منصفانه انتخابات ترسره کړي.
چیف الیکشن کميشنر د جولای په ۲۵ مه د انتخاباتو نه مخکې په ويډيو کې په يو پیغام کې دغه بيان ورکړو.
هغه وويل، کميشن "هڅه کوي چې آزاد، منصفانه او غير جانبدارانه انتخابات ترسره کړي."
رضا له ووټ ورکوونکو څخه وغوښتل چې د ووټ ورکولو خپله دنده ترسره کړي.
په تیرو څو ورځو کې د انتخاباتو کميشن د ووټ ورکوونکو لپاره ګڼ شمير نوټسونه خپاره کړي چې د ووټ ورکوونکو، د انتخابي عملې او سیاسي پارټو لپاره د ووټ ورکولو په ورځ د پروسې وضاحت وکړي.