د بلوچستان پولیسو د مستونګ ځانمرګی بريد کوونکی پيژندلی دی

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- جيو نيوز راپور ورکړو، د پاکستان پولیسو د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۱۹ مه) وويل چې دوی په تيره هفته کې په مستونګ کې د يو لوی ځانمرګي چاودنې مرتکب پېژندلی دی.

دغه بريد کوونکي د جولای په ۱۳ مه په مستونګ کې د انتخاباتو په ريلي کې ځان ته چاودنه ورکړه او د انتخاباتو د اميدوار په شمول يې لږ تر لږه ۱۴۹ کسان ووژل. داعش د دغه بريد مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

د بلوچستان د پولیسو انسپکټر جنرل محسن حسن بټ د کورنیو چارو د سنیټ کمیټۍ ته وویل، دغه مجرم د حافظ نواز په نامه وپيژندل شو او د ایبټ آباد اوسیدونکی دی.

بټ وویل چې نواز د داعش غړی و او د لشکر جهنګوي سره يې تړاو لرلو. هغه زیاته کړه، چې هغه د منع شوي موسسې سره د اړیکو لپاره سيند ته تللې و.

بټ وویل، "د دې برید سهولت کاران هم په ګوته شوي دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500