د پارلمان يو اميدوار په پنجاب کې د وژلو په هڅه کې بچ پاتې شو

پاکستان فارورډ

پنجاب -- آزادۍ راډیو د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۱۷ مه) د پولیسو له خولې راپور ورکړو چې په پنجاب صوبه کې یو سیاستدان او د هغه زوی د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۱۶ مه) د وژلو په هڅه کې بچ پاتې شو.

شیخ افتاب احمد او د هغه زوى، سلمان سرور، د دوشنبې په شپه په اټک ضلع کې سفر کولو چې احتمالي قاتلانو د هغوی په ګاډي باندې ډزې وکړې. هغه زیاته کړه چې دواړه کسان ژوندي پاتې شول.

احمد د پاکستان مسلم لیګ نواز غړی دی او د جولای په ۲۵ مه په انتخاباتو کې د قومي اسمبلۍ د سيټ لپاره انتخاباتو ته ولاړ دی. د هغه زوی د پنجاب اسمبلۍ د سيټ لپاره انتخاباتو ته ولاړ دی.

دا خبر وروسته له هغې خپور شو کله چې په پاکستان کې د انتخاباتو په سلسله کې د تاوتریخوالي پيښې رامنځته شوې. په دغه پيښو کې په بلوچستان کې د جولای په ۱۳ مه يو ځانمرګی بريد شامل دی چې د يو اميدوار په شمول تقریباً۱۵۰ کسان په کې وژل شوي ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500