نګران وزير اعظم او د پوځ ستر مشر د وژل شوي سياستدان د کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه کوي

پاکستان فارورډ

پيښور -- جيو نيوز راپور ورکړو چې نګران وزير اعظم ناصر الملک او د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه د پنجشنې په ورځ (د جولای په ۱۲ مه) پیښور ته راغلل چې د وژل شوي سیاستدان هارون بشیر بلور کورنۍ ته خپله خواخوږي وړاندې کړي.

بلور، چې د خیبر پښتونخواه د عوامي نیشنل پارټۍ ویاند و او د جولای په ۲۵ مه ټاکل شوي انتخاباتو ته ولاړ و، لږ تر لږه ۱۲ نورو کسانو سره د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۱۰ مه) په يو ځان وژونکي برید کې په يکه توت کلي کې ووژل شو.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دې بريد مسولیت پر غاړه اخیستی و.

ملک د خیبرپښتونخواه د ګورنر اقبال ظفر جګړا سره د لوړې کچې غونډه وکړه چې د قانون او نظم د مسلو په اړه بحث وکړي. هغه وروسته د بلور کورنۍ سره ليدنه وکړه او خپله خواخوږي یې وړاندې کړه.

باجوه هم د بلور د کورنۍ سره ليدنه وکړه او خواخوږي يې وړاندې کړه.

باجوه په يو پوځي بيان کې وويل، "د بلور کورنۍ د [ترهګرۍ] په وړاندې په ملي مبارزه کې د لويو قربانیو سره پیاوړي پاتې شوي ده. موږ ډیره موده بعد سوله ترلاسه کړې ده، او [منزل] لرې نه دی. إن شاء الله."

هغه زياته کړه: "موږ د هر ډول نفرت او بې نظمۍ په وړاندې متحد يو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500