د انتخاباتو کمیشن له ۲۰،۰۰۰ څخه زیات پولنګ سټيشنونه حساس وګرځول

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- ډان ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ ( د جولای په ۵ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان د انتخاباتو کمیشن د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ۲۰،۷۸۹ نه زيات پولنګ سټيشنونه "حساس" وګرځول.

د انتخاباتو د کميشن لخوا د خپاره شوي معلوماتو له مخې، په خیبر پښتونخواه کې تر ټولو نه زيات داسې پولنګ سټيشنونه (۷،۳۸۶) دي، چې ورپسې سيند (۵،۷۷۶)، پنجاب (۵،۶۸۶) او بلوچستان (۱،۷۶۸) دی.

په اسلام آباد کې په ۳۶۰ سټیشنونو کې اي سي پي ۱۷۳ حساس وګڼل.

ايس سي پي د عمومي انتخاباتو لپاره، چې د جولای په ۲۵ مه به ترسره کيږي، ۸۵۳۰۷ پولنګ سټيشنې جوړ کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500