میرانشاه -- په شمالي وزيريستان کې د سه شنې په ورځ ( د جولای په ۳ مه) د پاکستان د سیاسي پارټۍ په دفتر کې د چاودنې له کبله لس کسان ژوبل شول، په داسې حال کې چې د جولای په ۲۵ مه په ټول ملک کې د انتخاباتو لپاره کمپاينونه ترسره کيږي.
دا چاودنه د پاکستان تحریک انصاف په دفتر کې رامنځته شوه.
ملک اورنګزيب خان، چې د شمالي وزيريستان نه د پي ټي آی اميدوار دی او د خیبر پښتونخواه صوبې اسمبلۍ لپاره انتخاباتو ته ولاړ دی، ای ايف پي ته وویل، "یوه لويه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه کله چې ما په رزمک ښار کې د انتخاباتو د دفتر پرانیسته کوله."
هغه وويل، "لږترلږه لس تنه ټپيان شول." هغه زياته کړه، چې هغه د چاودنې د نوعيت تاييد نه شي کولی.
د ځايي انتظاميې یو چارواکي ای ایف پي ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې يو نا معلوم کس په دغه غونډه باندې یو لاسي بم وغورځولو. یو امنیتي سرچینې هم د دې بريد تایید وکړو.
تر اوسه پورې هيڅ يوې وسله والې ډلې د دې بريد مسوولیت په غاړه نه دی اخيستی.