ټي ټي پي د ملا فضل الله د مرګ تایید او د نوي مشر اعلان کوي

ای ايف پي او سټاف

اسلام آباد -- تحریک طالبان پاکستان (ټی پي پي) د شنبې په ورځ (د جون په ۲۳ مه) د نوي مشر د ټاکلو اعلان وروسته له هغې وکړو کله چې دغه وسله وال ګروپ په لومړی ځل تایید وکړو چې د دوی پخوانی مشر، ملا فضل الله، تیره هفته په افغانستان کې په هوایی برید کې وژل شوی و.

د آمريکې ځواکونو د جون په ۱۴ مه د افغانستان په کونړ صوبه کې د تروریزم سره د مبارزې په برید کې فضل الله په نښه کړو.

د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني د شنبې په ورځ ای ايف پي ته په یو بیان کې تایید وکړو چې فضل الله د امریکې په هوايي بريد کې وژل شوی دی.

هغه زياته کړه چې د دې ډلې شورا مفتي نور ولي محسود د هغه ځای ناستې وټاکلو.

د ميډيا لومړي راپورونه ښيي چې دې ډلې عمر رحمان (چې د استاد رحمت، فاتح او استاد جي په نامه هم پيژندل کيدو) او د تحریک طالبان پاکستان نايب امیر (ډپټي) او د فضل الله نږدې ملګری و، د هغه نه وروسته مشر ټاکلی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500