امنیتي ځواکونو په جنوبي وزیرستان کې ۶ وسله وال ووژل

ای ايف پي

وانا -- د پوځ د يو بيان له مخې، په جنوبي وزیرستان کې په سختو نښتو کې د شنبې په ورځ (د جون په ۲۳ مه) شپږ وسله وال او دوه سرتیري ووژل شول.

په دغه بيان کې راغلي، چې دغه نښته په سپینا میله کلي کې وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې امنیتي ځواکونو د هغه وسله والو په اړه معلومات ترلاسه کړل کوم چې د بې ځايه شويو کسانو په جامه کې سیمې ته بیرته داخل شوي ول.

په دغه بيان کې راغلي چې په دې جګړه کې شپږ وسله وال او دوه سرتېري ووژل شول، چې په دوی کې تر ټولو زيات مطلوب وسله وال ناناکر شامل و.

ناناکر، چې یو نوم یې لرلو، د ډیرو محلي مشرانو او قبایلي کسانو په وژلو کې مطلوب و.

پوځ وویل چې پوځیانو وسلې، مهمات او آلات هم ونیول، چې په افغانستان کې د پولې په اوږدو کې د وسله والو سره د اړيکو لپاره استعماليدل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500