کوټه -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د بلوچستان د پولیسو د تروریزم ضد ادارې (سي ټي ډي)، فرنټیر کور (ايف سي) او نورو قانون پلي کونکو ادارو د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۰ مه) د ګډو عملیاتو په ترڅ کې څلور ترهګر ووژل.
په بلوچستان کې د کویټې د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل رزاق چیما خبریالانو ته وویل، چارواکو کویټې ښار ته نژدې په دشت سیمه کې د نیول شوي شکمن کسانو نه د ترلاسه شوي معلوماتو په رڼا کې دغه عملیات ترسره کړل.
امنیتي ځواکونو د وسله والو د نيولو نه وروسته يوه ودانۍ، چې وسله والو به استعمالوله، قبضه کړه. دوی په زیات مقدار کې وسلې او مهمات هم ونیول.
د سي ټي ډي اوه غړي ژوبل شول.