|

امنیتي ځواکونو د کویټې ښار ته نژدې څلور ترهګر ووژل

پاکستان فارورډ

کوټه -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د بلوچستان د پولیسو د تروریزم ضد ادارې (سي ټي ډي)، فرنټیر کور (ايف سي) او نورو قانون پلي کونکو ادارو د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۲۰ مه) د ګډو عملیاتو په ترڅ کې څلور ترهګر ووژل.

په بلوچستان کې د کویټې د پولیسو ډپټي انسپکټر جنرل رزاق چیما خبریالانو ته وویل، چارواکو کویټې ښار ته نژدې په دشت سیمه کې د نیول شوي شکمن کسانو نه د ترلاسه شوي معلوماتو په رڼا کې دغه عملیات ترسره کړل.

امنیتي ځواکونو د وسله والو د نيولو نه وروسته يوه ودانۍ، چې وسله والو به استعمالوله، قبضه کړه. دوی په زیات مقدار کې وسلې او مهمات هم ونیول.

د سي ټي ډي اوه غړي ژوبل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Pf icons no 1

تبصره 💬

* ضروري برخې ښيي
Captcha

د رایو شمېر

د ملا فضل الله مرګ د تحریک طالبان پاکستان د راتلونکې لپاره څه معنا لري؟

نتایج وګورئ