باجوه او د افغانستان غني په کابل کې د امنيت په اړه خبرې اترې کوي

پاکستان فارورډ

کابل -- د غني د دفتر په يو بيان کې راغلي، د افغانستان صدر اشرف غني د سه شنبې په ورځ (د جون په ۱۲ مه) د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره په کابل کې وکتل چې د خپلو هيوادونو د امنيت په اړه خبرې اترې وکړي.

د دغه بيان له مخې، دواړو لوريو د سولې لپاره د افغانستان - پاکستان د عمل پلان د پلي کولو، د تروریزم او تاوتريخوالي پر وړاندې د مبارزې او د افغانانو تر مشرۍ لاندې د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

د فبرورۍ په مياشت کې، باجوه کابل ته سفر وکړو چې د لوړ پوړو سیمه ییز پوځي مشرانو او همداراز د امریکې د سينټکوم کمانډر جنرل ووټل سره وګوري.

جيو نيوز راپور ورکړو چې د پاکستان د بهرنيو چارو دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل د شنبې په ورځ (د جون په ۹ مه) د اختر لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ اوربند ته اشاره وکړه او په افغانستان کې يې د "وروستي سولې نوښتونو" لپاره د پاکستان د ملاتړ څرګندونه کړه.

هغه زیاته کړه، "موږ په ځانګړي ډول د افغانستان خپل او د افغانانو تر مشرۍ لاندې د هڅو ملاتړ کوو چې موخه یې په افغانستان کې سوله او ثبات راوستل دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500