د پاکستان پوځ د يوې فعالې په تښتولو کې د لاس لرلو نه انکار کوي او د تحقیقاتو غوښتنه کوي

ای ايف پي

اسلام آباد -- د پاکستان پوځ د پاکستان - بریتانيې د فعالې، چې په پوځ باندې د تنقيد کولو له کبله مشهوره وه، د لږ وخت لپاره په تښتولو کې د لاس لرلو تورونه رد کړي دي. دا یوه داسې پیښه وه چې خلکو يې غندنه وکړه او په خلکو کې يې د آزاد بیان په وړاندې د مبارزې زیاته ويره رامنځته کړه.

په لاهور کې نامعلومو کسانو د جون په ۵ مه ګل بخاري، ۵۲ کلنه، يوه ورځ وروسته له هغې په توقيف کې وساتله کله چې پوځ په يو نيوز کانفرنس کې خبرداری ورکړو چې دا په پاکستان باندې د تنقيد کوونکو څارنه کوي. هغه د جون په شپږمه نېټه خوشي کړی شوه.

د هغې د تښتونې خبر په خلکو کې غوسه او غوغا رامنځته کړه او خلکو د هغې د خوشې کيدو لپاره غوښتنه وکړه او په پراخه توګه يې پوځ ته اشاره وکړه.

"د پوځ ویاند، ميجر جنرل آصف غفور، د جون په ۸ مه خبریالانو ته وویل، "[پوځ] د ګل بخاري په اغوا کيدو کې لاس نه لري. "موږ په حقیقت کې په دې کيس کې بشپړ تحقیقات غواړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500