پاکستان او افغانستان د امنیت په اړه د خبرو اترو لپاره چمتو دي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- سرچینو ډيلي ټايمز ته د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۷ مه) وویل چې د پاکستان او افغانستان لوړ پوړي امنیتي چارواکي به په اسلام آباد او کابل کې خبرې اترې وکړي.

د ډیلي ټايمز له مخې، مخکې له دې چې د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه د کابل څخه لیدنه وکړي، د افغانستان د لوړې کچې امنیتي پلاوی به پاکستان ته د دوشنبې په ورځ (د جون په ۱۱ مه) راشي.

تمه کیږي چې دواړه خواوې به په دواړو هیوادونو کې د پوځي ارتباطي افسرانو په ټاکلو کې د پرمختګ بیاکتنه وکړي.

په تورخم او چمن پولو باندې د ځمکني همغږۍ مرکزونه جوړول هم په اجنډه کې شامل دي، چې دا به د پولې دواړو غاړو ته د تروريستي شکمنو کسانو څارنه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500