واشنګټن، ډي سي -- د متحده آيالاتو د دبهرنيو چارو وزارت د يو بيان له مخې، د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير مایک پومپي د چهارشنبې په ورځ (د جون په ۶ مه) د پاکستان د پوځ ستر مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره د تلیفون له لارې خبرې وکړې.
د دغه بيان له مخې، دوی د "د متحده آیالاتو او پاکستان ترمنځ د دوه اړخيزو اړیکو د ښه کولو، په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې د ضرورت او په جنوبي آسیا کې له توپیر پرته د ټولو ترهګرو او تروریستي ډلو د نښه کولو د اهمیت" په اړه خبرې اترې وکړې.